طالبانو په کابل کې د سرینا پنځه ستوریز هوټل مدیریت په خپل لاس کې واخیست

طالبان مدیریت هتل پنج‌ستاره سرینا کابل را به دست گرفت

د معمار پرس د خبر له مخې: باوري سرچینې وايي، طالبانو په دې وروستیو کې د کابل د پنځه ستوري سرینا هوټل مدیریت د آغا خان له پرمختیايي شبکې څخه په لاس کې اخیستی دی. دغه هوټل چې په ۲۰۰۲ کال کې د آغا خان د پراختیایي شبکې له خوا رغول شوی و، د افغانستان د بیارغونې یوه له مهمو پروژو څخه وه او د بهرنیو چارواکو په هرکلي او د سیلانیانو په جلبولو کې یې مهم رول لوبولی دی. د اغا خان پرمختیايي شبکې تر اوسه د دې اقدام په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان د دیپلوماتیکو ماموریتونو شورا: په هېواد کې کړکېچ د طالبانو د بیا واکمنېدو له امله رامنځته شوی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه