د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې ډېر ژر به په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې اړوند د ګازو د څو شبکو د جوړولو کار پیل کړي. د دغه وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو له خوا د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال وحیدالله حلیمي د دغو شبکو د فعالیت د تعقیب لپاره هرات ته سفر کړی دی. نوموړي د دغه سفر پر مهال د هرات د سمنټو د پروژې په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د دې پروژې قرارداد له ګلبهار شرکت سره نهايي شوى او ډېر ژر به يې کار پيل شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=113779
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 113779
منتشر شده در 2:27 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email