د معمار پرس د خبر له مخې؛ اروپايي ټولنې دا اعلان د مهاجرو د نړیوالې ورځې په مناسبت وکړ چي دا د افغان مهاجرینو، بې ځایه شویو او راستنیدونکو سره ولاړ دی او د هغوی ملاتړ کوي. دې اتحادیې په X کې د یو پیغام په خپرولو سره ټینګار کړی چې هر وګړی حق لري په خوندي ځای کې ژوند وکړي. اروپايي اتحادیه دغه راز زیاته کړې، چې له افغان کډوالو سره به د زده کړو، کارموندنې او د اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخو کې مرسته وکړي. افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې ډېر کډوال لري او شاوخوا اته میلیونه افغانان په بېلابېلو هېوادونو په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کوي. امنیتي، اقتصادي او سیاسي بې ثباتي د افغانانو د مهاجرت اصلي لاملونه دي.

- 49
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=113628
- کې خپور شو 4:39 ب.ظ
- د خبر شمیره 113628
- December 19, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=113628
- کې خپور شو 4:39 ب.ظ
- د خبر شمیره 113628
- December 19, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



