کام‌ایر د کابل او دوحې ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل اعلان وکړ

شرکت کام‌ایر از آغاز پروازهای مستقیم کابل - دوحه خبر داد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په قطر کې د طالبانو سفارت د کام‌ایر له خوا د کابل او دوحې ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل اعلان وکړ. د دغې اعلامیې له مخې، د دغې لارې لومړۍ الوتنه د چهارشنبې په ورځ د قوس په ۲۸مه وشوه او په قطر کې د طالبانو د سفارت د مشر محمد نعیم او د قطر د هوايي ډګر د مسوول احمد الخاطر له خوا د قطر په هوايي ډګر کې تود هرکلی وشو. محمد نعیم د لومړۍ الوتنې د هرکلي په مراسمو کې په دې خبره ټینګار وکړ چي طالبان هڅه کوي چې د ټرانسپورټ په ګډون په بېلابېلو برخو کې د افغانانو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. هغه زیاته کړه، د دغو الوتنو پیل د نړیوالو اړیکو د اسانتیا او نورو هېوادونو ته د افغانانو د لاسرسي د ښه والي په برخه کې مهم ګام بلل کېدای شي.

بیشتر بخوانید:  طالبان: اوس هر افغان حق لري چې ژوند وکړي او خپل خوښي ولمانځي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه