د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اتو عرب هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په اردن کښې په خپله غونډه کښې د ملګرو ملتو او عرب اتحادیې په ملاتړ په سوریې کښې د قدرت د سوله ایز انتقال د ضرورت ملاتړ وکړ. دوی په یوه بیانیه کې ټینګار کړی چې د یوه انتقالي قانون ملاتړ کوي چې د سوریې د ګوندونو له خوا پرې موافقه شوې ده. د اردن، عراق، سعودي عربستان، مصر، لبنان، متحده عربي اماراتو، بحرین او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو له خپلو خبرو وروسته په وروستۍ اعلامیه کې اعلان وکړ چې په سوریه کې د واک د سوله ییز انتقال د پروسې ملاتړ کوي، داسې بهیر چې ټول سیاسي او ټولنیز ځواکونه په کې ونډه لري.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=113113
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 113113
منتشر شده در 3:52 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email