د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند حبیب غفران کړې ده چي د ځایونو د نومولو کمیسیون تر دې دمه په کابل او نورو ولایتونو کې شاوخوا د شل څلورلارې او سړکونه نومونه بدل کړي دي. هغه زياته کړه، چې د نورو څلورلارې، سړکونو او سپېڅلو ځايونو د نومونو د بدلون کار هم روان دى. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند د قوس په ٢٤مه، د افغانستان له ملي راډيو او تلويزيون سره په مرکه کې اعلان وکړ، چې د نومونو وروستي بدلونونه په کابل کې د “محمد سالم ایزدیار”، “عبدالحق” او “مسعود” څلورلارې شامل دي. ده وويل چې دغه څلورلارې په خپلو اصلي نومونو بدل شوي دي.

- 53
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=113023
- کې خپور شو 8:06 ب.ظ
- د خبر شمیره 113023
- December 14, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=113023
- کې خپور شو 8:06 ب.ظ
- د خبر شمیره 113023
- December 14, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 20:06 - December 14, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



