د سویلي کوریا پارلمان د خپل هیواد د ولسمشر د لیرې کولو لپاره مثبته رایه ورکړه

د سویلي کوریا پارلمان د خپل هیواد د ولسمشر د لیرې کولو لپاره مثبته رایه ورکړه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سویلي کوریا پارلمان نن (شنبه، د قوس ۲۴مه) د دغه هېواد د ولسمشر یون سوک یول د استیضاح لپاره رایه ورکړه او هغه یې له ولسمشرۍ لرې کړ. د یون سوک یول د استیضاح لامل په سویلي کوریا کې د مارشل لا اعلان و. د راپورونو له مخې، د سویلي کوریا د پارلمان له ۳۰۰ غړو څخه د یون سوک یول د استیضاح لپاره ۲۰۴ مثبتې رایې ورکړې، ۸۵ یې مخالفې رایې ورکړې، درې یې بې طرفه او اته رایې باطلې اعلان شوې. له استیضاح وروسته، یون سوک یول له ولسمشرۍ څخه لیرې شو او د سویلي کوریا لومړی وزیر هان داک سو اداره په غاړه واخیسته.

بیشتر بخوانید:  د ایران د قانون پلي کولو پولیس مشر: د روان کال تر پایه به دوه میلیونه غیر قانوني کډوال خپل هېواد ته ستانه شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه