په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی: ایران د افغانستان بیارغونې ته ژمن دی

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی: ایران د افغانستان بیارغونې ته ژمن دی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې وویل: ایران ژمن دی چې د افغانستان له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې بیارغونې ملاتړ وکړي او د خلکو د روښانه راتلونکي او د سیمه ییزې سولې او امنیت د ودې لپاره هڅې وکړي. ايرواني وويل، له افغانستان سره بشري مرستې بايد بې پرې، بې شرطه او له سياسي کولو څخه پاکې وي. د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ هم باید خوشې شي او بندیزونه باید د اقتصادي بیارغونې هڅې خنډ نه کړي. که نه نو د ملیونونو خلکو بحران به ژور شي او د افغانستان راتلونکی به له خطر سره مخ شي.

بیشتر بخوانید:  چین: افغانستان باید د جیوپولیټیک سياليو ډګر نه بلکې د نړیوالو همکاریو په ډګر بدل شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه