امریکا احمد مسعود ته بلنه ورکړه چې د افغانستان د راتلونکي په اړه د خبرو لپاره واشنګټن ته سفر وکړي

دعوت نماینده کانگرس آمریکا از احمد مسعود برای سفر به آمریکا

د معمار پرس د خبر له مخې: ټیم بورچت د امریکا د کانګریس غړی او د ټرمپ یو له ملاتړو څخه د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ته بلنه ورکړې چې واشنګټن ته ولاړ شي او د افغانستان په حالاتو خبرې وکړي. ټیم بورچت وویل چې هغه پلان لري چې د طالبانو د مخالفو ډلو مشرانو ته هم بلنه ورکړي چې واشنګټن ته سفر وکړي. ټیم بورچت د سنبلې په میاشت کې د امریکا په کانګرس کې د واشنګټن له حکومت څخه وغوښتل چې د طالبانو له مخالفينو سره خپل ملاتړ زیات کړي او د ویانا د پروسې د ملاتړ لپاره یې یو پلان وړاندې کړ. په دې بهیر کې د ملي مقاومت جبهه او نورې ډلې چې د طالبانو مخالفې دي، شاملې دي.

بیشتر بخوانید:  د ناروې د بشري مرستو سازمان په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه