د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی، چې په افغانستان کې له ۶،۶ میلیونو ډېر وګړي مناسب سرپناه ته لاسرسی نه لري او په ۲۰۲۴ کال کې به په دې برخه کې بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري. دغه راپور، چې نن (دوشنبه، د قوس ۱۹مه) خپور شوی، وايي چي له ګاونډيو هېوادونو څخه د راستنېدونکو د شمېر زياتوالى، طبيعي بحرانونه لکه سېلابونه او زلزلې او د بې وزلۍ او بېکارۍ زياتوالى هغه عمده لاملونه دي چې په افغانستان کې يې د سرپناه اړتيا زياته کړې ده. د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل راپور کې ټینګار کړی، چې سږ کال په افغانستان کې اړمنو ته د سرپناه برابرول د دغه سازمان له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=112293
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 112293
منتشر شده در 3:20 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email