د معمار پرس د خبر له مخې؛ د دوحې د ٢٢مې غونډې په څنډه کې زلمي خلیلزاد له طالبانو وغوښتل چې د امریکا له نوي حکومت سره خبرو ته چمتو شي. خلیلزاد له طلوع نیوز سره په مرکه کې زیاته کړه: “طالبان باید په مهمو مسلو خبرو ته خپل چمتووالی وښيي، ترڅو د نړیوالې ټولنې د یوه مسؤل غړي په توګه له نورو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړي.” هغه طالبانو ته هم خبرداری ورکړ چې د اړیکو د عادي کولو په بهیر کې یوه مهمه مسله د افغان ښځو او نجونو د تعلیم حق ته پاملرنه ده. هغه ټینګار وکړ چې طالبان باید د خپلو نړیوالو اړیکو د ښه کولو لپاره دې مسلې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

- 40
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=112133
- کې خپور شو 5:03 ب.ظ
- د خبر شمیره 112133
- December 8, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=112133
- کې خپور شو 5:03 ب.ظ
- د خبر شمیره 112133
- December 8, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



