د معمار پرس د خبر له مخې؛ په قطر کې د طالبانو د دفتر سیاسي مرستیال حنفي وردګ له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې او تعامل د شته واقعیتونو پر بنسټ او په خپلواکه توګه تنظیم کړي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر سیاسي مرستیال په خپل رسمي اکاونټ کې په خپور کړي پیغام کې ویلي: “هیوادونه باید د افغانستان کلتور او مذهب ته درناوی وکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي.” حنفي وردګ په دې خبره ټینګار کړی دی چي د افغانستان بهرنۍ پالیسي پر متقابل درناوي ولاړه ده او طالبان له نړۍ تمه لري چې له افغانستان سره پر همدې بنسټ چلند وکړي.

- 49
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=112116
- کې خپور شو 3:33 ب.ظ
- د خبر شمیره 112116
- December 8, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=112116
- کې خپور شو 3:33 ب.ظ
- د خبر شمیره 112116
- December 8, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:33 - December 8, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



