د معمار پرس د خبر له مخې؛ د دوحې د فورم ۲۲مه غونډه د شنبې په ورځ (د قوس ۱۷ مه) د قطر په پلازمېنه کې د ۱۵۰ هېوادونو د مشرانو او لوړ پوړو چارواکو په حضور کې پیل شوه. په دې غونډه کې به د غزې جګړې، بې وزلۍ، نړیوالو تړونونو، بشري حقونو او د افغانستان مسلې په ګډون پر نړیوالو بحرانونو تمرکز وشي. د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني د غونډې په پرانیستونکې وینا کې له نړیوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره د څو اړخیزو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د دوامداره حلونو د رامینځته کولو لپاره یوه ډله ایزه هڅه اړینه ده. افغانستان د دې غونډې یو له مهمو محورونو څخه دی. په نړیوالو مرستو او د افغانستان پر پرمختګ د طالبانو د تګلارو اغېز یو له مهمو مسایلو څخه دی چې په دې غونډه کې به پرې خبرې وشي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=112109
۴ میاشتی پیش
شماره خبر 112109
منتشر شده در 2:50 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email