طالبانو په ناروې کې د سفیر پر نه منلو خواشیني څرګنده کړه

ابراز ناامیدی طالبان از تصمیم ناروی برای عدم‌ پذیرش سفیر این گروه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ایکس اکاونټ کې لیکلي چې د ناروې دا پرېکړه له اسلامي امارت سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې د ټیټوالي ښودنه کوي. هغه څرګنده کړه: “موږ هیله لرو چې دا ډول پرېکړې د نورو هېوادونو له کورنیو مسایلو سره تړاو نه لري.” بلخي همداراز ټینګار وکړ، چې قونسلګرۍ خدمتونو ته لاسرسی د ټولو اتباعو اساسي حق دی او له ټولو خواوو یې وغوښتل، چې د نړیوالې همکارۍ په روحیه دې اصل ته لومړیتوب ورکړي. په همدې حال کې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ چې په اوسلو کې د طالبانو د سفیر منل ناشوني دي.

بیشتر بخوانید:  یوناما په افغانستان کې د امنیتي پېښو د ۵۵ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه