د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشر صمد حسن زاده دا اعلان وکړ چي په ایران کې د بهرنۍ پانګونې د غوښتنې ۲۰ قضيې راپورته شوي، چې ډېری یې د افغان سوداګرو اړوند دي. د مهر خبری اژانس د رپوټ له مخې حسن زاده د ایران د اسلامی جمهوریت د عدلیې له مرستیال سره د اقتصادی فعالانو په کتنه کښې وویل: په ایران کې پانګونې ته د بهرنیو سوداګرو لېوالتیا ډېره ده. او له عدليې څخه يې غوښتنه وکړه، چې د بهرنيو پانګوالو د امنيت په ځانګړې توګه د قوانينو د تطبيق او د هغوى د خونديتوب په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي. تر دې مخکې د ایران او بهرنۍ پانګونې د ګډې ټولنې مشر حسین سلیمي اعلان کړی و چې په ایران کې د افغان سوداګرو د فعالیتونو کچه دوه برابره شوې ده.
![رئیس اتاق بازرگانی ایران: تاجران افغانستان بیشترین سرمایهگذاری خارجی در ایران را دارند](https://memar.press/wp-content/uploads/2024/12/رئیس-اتاق-بازرگانی-ایران-779x512.webp)
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=111903
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 111903
منتشر شده در 12:24 ق.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email