په طبي موسسو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه په کندهار کې د طالبانو بېړنۍ غونډه

جلسه اضطراری طالبان در قندهار برای بررسی منع تحصیل دختران در انستیتوت‌های طبی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ خبري سرچینو خبر ورکړی، چې په کندهار کې د طالبانو د مشر له وروستي حکم وروسته په طبي موسسو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه بېړنۍ غونډه جوړه شوه. د طالبانو یوه چارواکي د چهارشنبې په ورځ «د قوس ۱۴مه» اعلان وکړ چې د طالبانو مشر له کابل څخه کندهار ته د دغې ډلې جګپوړي چارواکي د دغه حکم په اړه د وضاحت لپاره ورغوښتي دي. د سرچینې په وینا دغه پرېکړه د لوړ پوړو طالب چارواکو ترمنځ د اختلاف لامل شوې ده. د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال ملا برادر له دې پرېکړې سره خپل مخالفت څرګند کړی دی. ځینې ​​سرچینې په دې باور دي چې د کندهار بېړنۍ غونډه د هبت الله اخندزاده په امر د کابل د چارواکو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره جوړه شوې وه.

بیشتر بخوانید:  د پنجشیر ولایت په مرکز کې د یوه زندان د جوړولو کار پیل شو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه