د معمار پرس د خبر له مخې؛ مسعود میرزایي شهرابي د مشهد په فردوسي پوهنتون کې د نویو نړیوالو محصلینو د مراسمو په څنډه کې وویل چې افغان محصلین د مشهد د فردوسي پوهنتون تر ټولو غوره نړیوال محصلین دي. ښاغلي میرزایي شهرابي وویل، غواړي په دغه پوهنتون کې د افغان محصلینو شمېر زیات شي، ځکه که ټول هېوادونه په ګډه پرمختګ وکړي، ټولو ته به یې ګټه ورسیږي. د مشهد د فردوسي پوهنتون رئيس وويل، دغه پوهنتون ډېر ښه اسانتياوې لري او افغانستان هم ډېرې طبيعي سرچينې لري. د هغه په وينا، ايران او افغانستان کولاى شي په بېلابېلو برخو لکه د کانونو، کرنې او کلتور په برخو کې همکاري او پراختيا وکړي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=110474
۸ میاشتی پیش
شماره خبر 110474
منتشر شده در 1:55 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط