په کندهار کې د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې دریمه غونډه ترسره شوه

memaarpress

د معمار وحدت د خبري آژانس د خبر له مخې، په کندهار کې ځايي سرچینې نن سه شنبه د سنبلې ۲۲ مه ویلي، چې د طالبانو سرپرست وزیران د کابینې په غونډه کې د ګډون په موخه کندهار ته تللي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو د کابينې درېيمه غونډه په منډيګک ماڼۍ کې کېږي.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، په پام کې ده چې د طالبانو په دې غونډه کې د دغې ډلې د نړيوال مشروعيت، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړې، اقتصادي وضعيت او امنيت په اړه خبرې وشي.

د يادونې وړ ده، چې د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو د کابينې په دويمه غونډه کې ښځينه زده کوونکو ته د شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه ورکړل شوي وه. خو دا پرېکړه ډېر ژر لغوه شوه او د نجونو د ښوونځيو دروازې تړلې پاتې شوې.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان شنه بهیر: د حقاني وژنه د طالبانو د داخلي اختلافاتو پایله ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x