د معمار پرس د خبر له مخې: د پنجشير ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي چې د دغه ولایت د مرکزي زندان د بنسټ ډبره پرون (دوشنبه د میزان ۱۶مه) د دغه ولایت په مرکز بازارک کې د دې ډلې د سیمه ییزو چارواکو له خوا کېښودل شوه. په پنجشېر کې د طالبانو والي محمد اغا حکيم په دې اړه په جوړو شويو مراسمو کې وويل چې دغه زندان به په بهارک بازارک سيمه کې د ۱۲ میلیون او ۹۰۰ زره افغانيو په لګښت په يوولس جريبه ځمکه کې جوړېږي. ویل کیږي چې دغه زندان به د زرهاوو بندیانو ظرفیت ولري.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10986
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 10986
منتشر شده در ۱۵:۰۱ - میزان ۱۷, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email