د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د دغو محصلینو له ډلې څخه یوه یې د یکشنبې په ورځ (د سنبلې ۲۰مه) په یوه پیغام کې ویلي چې د البیروني پوهنتون په لیلیه کې محصلینو په خونو کې د ګڼې ګوڼې له امله د پوهنتون له جومات څخه د مطالعې او لمانځه لپاره استفاده کوله.
د هغه په وينا، د طالبانو استازي شيعه محصلينو ته ويلي، چې هر څوک چې د جومات د امام تر شا لمونځ کوي، جومات ته د ننوتو حق لري، له دې پرته چې په هره فرقه او مذهب کې وي، بايد په خپلو خونو کې لمونځ وکړي. هلته هم مطالعه وکړي.»
دغه محصلينو زیاته کړه چې د طالبانو استازي ویلي چې هیڅ محصل په جومات کې د مطالعې حق نه لري، پرته له دې چې «د يو امام تر شا لمونځ وکړي».
د البيروني پوهنتون دغه محصل وايي، چې د پوهنتون جومات دوه پوړونه لري او په دويم پوړ کې د سني امام سره پنځه وخته د جماعت لمونځ کېږي.
د هغه په وينا، د جومات ټيټ پوړ د شيعه ګانو او نورو د انفرادي لمونځونو لپاره و، چې له جماعت څخه لرې پاتې وو.
دغه محصل څرګنده کړه چې یوه میاشت مخکې د شیعه محصلینو له خوا د جماعت لمونځ په لاندې کوټه کې وشو. خو د البیروني پوهنتون مشرتابه د دې غونډې مخه ونیوله.
د دغه محصل په وینا، د البیروني پوهنتون شاوخوا ۳۰ سلنه محصلین شیعه ګان دي.