د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې ده چی د صنایعو او سوداګرۍ د وزارت د معین نورالدین عزیزي په بلنه په افغانستان کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ایران د سفیر حسن کاظمي قمي او د سیستان او بلوچستان د والي په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په هدف یوه هوکړه ترسره شو. د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو ایران ته د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر د وروستي سفر په ترڅ کې د شوې هوکړې د عملي کېدو په اړه خبرې وکړې. د دغو خبرو اترو اصلي تمرکز د چابهار بندر او د هغې د ازادې حوزې په اړه د تړونونو پر عملي کېدو وو. دواړو لورو د چابهار بندر د لا رقابتي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او پریکړه یې وکړه چې د دې تړونونو د تطبیق جزئیاتو د نهايي کولو لپاره یوه تخنیکي کمیټه جوړه کړي.

- 53
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10934
- کې خپور شو 3:56 ب.ظ
- د خبر شمیره 10934
- October 6, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10934
- کې خپور شو 3:56 ب.ظ
- د خبر شمیره 10934
- October 6, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:56 - October 6, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



