د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کندهار کې سرچینو د کندهار د شورابک ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه نښته نن (د میزان ١٥مه) له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د “نوشکي” او “کزنلي” په سيمو کې رامنځته شوې ده. په کندهار کې د طالبانو امنیتي چارواکو هم دغه نښته تایید کړې ده او ویلي یې دي چې په دې سیمه کې یې غیر رسمي لاره تړلې ده. طالبانو له دې وړاندې هم هڅه کړې وه، چې پر ډیورنډ کرښه د پوستې د جوړولو هڅه وکړي، خو د پاکستاني ځواکونو له خوا یې مخه ونیول شوه.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10923
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 10923
منتشر شده در ۱۴:۵۸ - میزان ۱۵, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email