د معمار پرس د خبر له مخې: د اروپا د عدلیې محکمې پرون (جمعه د میزان ۱۳مه) وویل چې افغان ښځې د جنسیت او تابعیت له مخې د پناه اخیستو حق لري. په خپل حکم کې، د اروپا د عدالت محکمې د آسټریا د یوې محکمې لخوا وړاندې شوې پوښتنې په ځواب کې وویل: کله چې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د یوې افغانې ښځې د پناه غوښتنې په اړه غور وشي، یوازې د هغې جنسیت او تابعیت په پام کې نیول کافي دي. ویل کېږي چې د دې حکم شالید د طالبانو د ادارې له خوا پر ښځو د پراخو بندیزونو لړۍ ده.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10905
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 10905
منتشر شده در ۱۶:۵۹ - میزان ۱۴, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email