رحمت الله نبیل: د طالبانو ملاتړي او لابیان باید له افغان نجونو بخښنه وغواړي

https://pashto.memar.press/

د معمار وحدت د خبری اژانس د رپوټ له مخې د هېواد د ملی امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل پرون شپه د سنبلې په ۲۰ مه نېټه په یوه ټویټ کښې ولیکل چې د طالبانو ملاتړی او لابیان نن د افغان نجونو د ظلم په اړه چوپه خوله دی.

نبيل: د طالبانو ملاتړي او ځينې تکنوکراتان چې په پټه او ښکاره يې لابي کوله چې طالبان بدل شوي، د افغان نجونو د ظلم په اړه چوپه خوله دي، په داسې حال کې چې بايد له ټولو افغان نجونو بخښنه وغواړي.

هغه زیاته کړه: په عدالت سره وایو چي هغه کسان چې ټول پښتانه طالبان بولي، د پکتیا له نجونو بخښنه وغواړي!

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واک ته رسېدو څه باندې یو کال تېرېږي، خو تر اوسه د نجونو ښوونځي له شپږم ټولګي پورته نه دي پرانستل شوي.

پرون په پکتيا ولايت کې نجونو د طالبانو د دغې پرېکړې پر ضد لاريون وکړ.

بیشتر بخوانید:  په ننګرهار کې د نږدې ١٠ میلونو افغانیو په لګښت د یوې ټولګټې پروژې چارې پیل شوې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x