د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت په لبنان کښې د حزب الله د عمومی مشر سید حسن نصرالله په شهادت چې د صهیونیسټی رژیم په بزدلانه او ترهه ګرو عمل کښې ووژل شو، خواشینی څرګنده کړه. په کابل کښې د ایران د کلتوری چارو سلاکار هم د یوې بیانیې په خپرولو سره د لبنان د حزب الله د عمومی مشر په شهادت سره د صهیونیسټ رژیم ترهګریز جنایت په سختو ټکو غندلی او په دغې بدمرغه پیښه یې خواشینی څرګنده کړې ده. تر دې وړاندې افغان چارواکو او شخصیتونو د بیروت په ضاحیه سیمه کې د اسرائیلو جنایت غندلی و او د لبنان د حزب الله د عمومی مشر او د هغه د ملګرو د یوې ډلې د شهادت په خاطر یې د تسلیت پیغام خپور کړ.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10812
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 10812
منتشر شده در ۱۴:۳۱ - میزان ۱۰, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email