د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ یونیسف په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه سازمان د طالبانو له حکومته غوښتي چې پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي او د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي.
تېره اوونۍ په پکتيا ولايت کې د نجونو يو شمېر ښوونځي بېرته پرانيستل شول، خو طالبان وايي، نه پوهېږي چې د چا په امر دغه ښوونځي بېرته پرانيستل شوي دي.
د طالبانو د حکومت له خوا د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو لپاره یو کمیسیون هم ټاکل شوی و، خو تر اوسه یې د کار نتیجه نه ده خپره شوې.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ یو کال وروسته لا هم د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري.