له ایران څخه افغانستان ته د سلګونو زرو کډوالو راستنېدل

له ایران څخه افغانستان ته د سلګونو زرو کډوالو راستنېدل

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د پوله ساتو د پولیسو قومندان سردار احمد علي ګودرزي سږ کال له دغه هیواد څخه د سلګونو زرو غیرقانوني مهاجرینو د وتلو اعلان وکړ او ویې ویل: په دې وروستیو اونیو کې د بېلا بېلو سازمانونو له خوا له هېواده د ناقانونه کډوالو د وتلو عملیات روان دي او هره ورځ په لویه کچه ناقانونه کډوال له هېواده وځي. هغه زیاته کړه: له دغو ناقانونه کډوالو څخه ځینو یې په خپله خوښه د وتلو پریکړه کړې. د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان وویل: د مجاز مهاجرینو د تیریدو لپاره کومه ستونزه نشته او د دغو خلکو تګ راتګ د سرحدونو لکه دوغارون او میلک له لارې ترسره کیږي او موږ یوازې د غیرقانوني مهاجرینو سره مشکل لرو چې هیواد ته د ننوتلو اراده لري، موږ د هیواد سرحدونو ته د ننوتلو مخه نیسو البته، سرحدونو ته د دې خلکو ننوتل خورا کم شوي دي.

بیشتر بخوانید:  امریکا: پاکستان حق لري چې په افغانستان کې له ځانه دفاع وکړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x