د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي دغه خبر د هرات له والي مولانا اسلامجار سره په کتنه کې اعلان کړ. هغه زياته کړه چې د پانګوالو لپاره د خوندي چاپېريال رامنځته کول د هېواد له ګوټ ګوټ څخه پانګوال دې پروژې ته جذب کړي دي. د عزيزي په وينا، په ټول هېواد کې د صنعتي پارکونو د جوړولو کار دوام لري او د هرات صنعتي ښارګوټي يوه له سترو پروژو څخه ده چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10695
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 10695
منتشر شده در ۱۳:۱۷ - میزان ۸, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email