د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د سختو ورښتونو د احتمال خبرداری

د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د سختو ورښتونو د احتمال خبرداری

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې اداره وايي، چې د یکشنبې په ورځ د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د سختو بارانونو او ورښتونو اټکل شوی دی. په دغو ولایتونو کې بدخشان، تخار، نورستان، پنجشیر، بغلان، کنړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بامیان، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، غور، دایکندي، ارزګان، هلمند فراه او هرات شامل دي. سرچينې زياته کړې، چې د سالنګ په ګډون په لوېديځو او مرکزي ولايتونو کې له دوړو سره د نسبتا قوي بادونو د ورېدو امکان شته او د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د باد سرعت له ٥٠ څخه تر ٧٩ کيلومترو پورې اټکل شوى دى. د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې د هېواد يو شمېر ولايتونه د سختو بارانونو او مرګونو سيلابونو شاهد وو.

بیشتر بخوانید:  ایران: د مهاجرت او ایران فوبیا د هیچا په ګټه نه ده او د افغانستان په اړه زموږ پالیسي ثابته ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x