لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10686
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 10686
منتشر شده در ۱۱:۰۵ - میزان ۸, ۱۴۰۳

صهیونیسټ رژیم د غزې د مقاومت له ماتې وروسته د مقاومت د محور د مشرانو د وژلو پریکړه وکړه. صهیونیسټان په دې ښه پوهیدلي چې تر څو چې د مقاومت د غورځنګونو مشران د دوی په وړاندې وي، د بریا رنګ به ونه ویني او ښايي د دغو جګړو پایله به د اسلامي جنګیالیو په ګټه وي. جنايتکار اسرائيل چې له مقاومت د مجاهدينو سره د مقابلې توان نه لري، د مشرانو او د ملکي خلکو د وژلو لاره يې خپله کړې ده. نو د اسماعیل هنیه او د مقاومت د مشرانو د وژلو په وروستۍ قضیه کښې یې په لبنان کښې د حزب الله د عمومی منشی سید حسن نصرالله د وژلو هڅه وکړه چې د هغه د شهادت سبب شو. شهید سید حسن نصرالله عمر خپل مبارک ژوند د قدس شریف د آزادولو او د فلسطین او لبنان د مظلومو خلکو په دفاع کې تیر کړ. په دې خطرناکه لاره کې یې د امام حسین لاره غوره کړه او هیڅکله یې په دې لاره کې د خپل زړه له اعتقاداتو څخه انحراف ونه کړ. شهید نصرالله بې له شکه یو نادر نمونه وه چې د تاریخ په مختلفو وختونو کې یې له یرغلګرو سره په مقابله کې دریغ نه کړ او د صهیونیسټانو جعلي ځواک یې ننګولی. د لبنان د حزب الله د مشر په شهادت سره جنايتکار اسرائيل فکر کوي چې د ولسي غورځنګ له ماتې سره مخ دي، خو هغوی له دې حقیقته ناخبره دی چې حزب الله په یوه شخص پورې تړلی نه دی او د دوی پیاوړي تنظیمونه به په لنډ وخت کې خپل جانشین معرفي کړي او د غاصبینو د مقاومت محور به مات کړي. د صهیونیسټانو د بې ساری جنایتونو په ترسره کولو کښې مهم ټکی له دغه جعلی رژیم سره د امریکا د متحدو ایالتونو بشپړ ملاتړ دی. لکه څنګه چې په خبر کې تاکید شوی، سید حسن نصرالله د امریکا لخوا په مرسته شویو بمونو کې ووژل شو او د امریکا ولسمشر د دغه عمل یې ملاتړ وکړ. اسرائیل په یوازیتوب سره د مقاومت له محورونو سره د مقابلې توان نه لری او دا د امریکا هراړخیز ملاتړ دی چې دغه ظالم رژیم په وینو تویولو او شرارتونو ته هڅوی. د سيد حسن نصرالله په شهادت سره د مقاومت د محور هوډ او عزم دوه چنده شو او د دغه لوړ رتبه شهيد د وينو گټه به د اسرائيلو د تباهۍ لپاره د مسلمانانو د اتحاد سبب شي. بې له شکه چې د مقاومت د محور جنګیالي به د شهید نصرالله او د قدس د لارې د نورو شهیدانو غچ واخلي او د دغه ناروا رژیم وجود به ختم کړي. د نړۍ مسلمانان باید په یووالي او صداقت سره د صهیونیسټانو په مقابل کې ودریږي او که دا کار په دې پړاو کې ونه شي نو د دغو غاصبینو لاسونه به د ډیرو مسلمانانو په وینو رنګ شي لکه څنګه چې دوی په غزه کې جنګي جنایتونه وکړل او نږدې ۵۰ زره مسلمانان یې ووژل. د دې وحشت د مخنیوي لاره به د اسلامي امت ګډ او پرېکنده دریځ دي، کنه دا سرطاني تومور به لا زیاتې وژنې وکړي.

  د چین ولسمشر او د سعودي عربستان پاچا پر دې ټینګار وکړ چې افغانستان باید د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email

مطالب پیشنهادی

وضعیت بحرانی مهاجران افغان در پاکستان
په پاکستان کې د افغان کډوالو کړکېچن حالت
۱۶ ساعتونه پیش
پشتو-وزارت-صنعت
د سوداګرۍ وزارت د کورني او بهرنيو بنسټونو سره د همکارۍ لپاره تړونونه لاسلیک کړل
۱۶ ساعتونه پیش
دبیت-کوین
د بټکوین ارزښت له ۹۵ زره ډالرو څخه ډیر شو
۱۶ ساعتونه پیش
1342546890
د ازبکستان نوی سفیر: د تاشکند او کابل ترمنځ د اړیکو د پراخولو هڅه به وکړم
۲۲ ساعتونه پیش

آخرین اخبار مهم

په پاکستان کې د افغان کډوالو کړکېچن حالت
۱۶ ساعتونه پیش
وضعیت بحرانی مهاجران افغان در پاکستان
د ازبکستان نوی سفیر: د تاشکند او کابل ترمنځ د اړیکو د پراخولو هڅه به وکړم
۲۲ ساعتونه پیش
کرزی: ایران د افغانستان د کړکېچ په حل کې مهم رول لوبولی شي
۲۳ ساعتونه پیش
حامد کرزی خواهان ابتکار منطقه‌ای برای حل مشکلات افغانستان شد
د بټکوین ارزښت له ۹۵ زره ډالرو څخه ډیر شو
۱ ورځ پیش
ارزش بیت کوین از مرز ۹۵ هزار دالر گذشت
د افغانستان د پرمختګونو په اړه د کاظمي قمي او امیر خان متقي خبرې
۱ ورځ پیش
گفتگوی کاظمی قمی و امیرخان متقی درباره تحولات افغانستان
د ایران د کورنیو چارو وزارت: هر کال له ۵۰۰ زرو څخه زیاتو افغان کډوالو ته ویزې ورکول کیږي
۲ ورځې پیش
وزارت داخله ایران : سالانه بیش از ۵۰۰ هزار ویزا برای مهاجرین افغان صادر می‌شود
نیلا ابراهیمي افغان نجلۍ د ماشومانو د سولې نړیواله جایزه وګټله
۲ ورځې پیش
نیلا ابراهیمی، دختر افغان، برنده‌ی جایزه‌ی صلح جهانی کودکان شد
ټرمپ: د ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره به پوځي تجهیزات وکاروم
۲ ورځې پیش
ترامپ: برای اخراج مهاجران غیرقانونی از تجهیزات نظامی استفاده می‌کنم

گزارش و مصاحبه

Screenshot 2024-09-25 224628
محمد داوود افشار:امریکا باخروج خود به دنبال بحران در افغانستان بود
۲ میاشتی پیش
۲۲:۵۰ - میزان ۴, ۱۴۰۳
محب الله نوری
گفتگو با داکتر محب الله نوری :بی کفایتی تعدادی از رهبران افغانستان یکی از عوامل سقوط بود
۳ میاشتی پیش
۲۱:۴۴ - اسد ۳۱, ۱۴۰۳
esmatullahi
مصاحبه اختصاصی با دکتر عصمت الهی
۳ میاشتی پیش
۲۰:۰۹ - اسد ۳۰, ۱۴۰۳
دکتر سید بصیر احسانی
مصاحبه اختصاصی شبکه معمار تی وی دکتر بشیر احسانی
۳ میاشتی پیش
۱۹:۳۹ - اسد ۲۸, ۱۴۰۳
حسام تالقانی
داکتر حسام الدین آشنا :اشرف غنی عامل سقوط کشور بود
۳ میاشتی پیش
۱۰:۳۰ - اسد ۲۷, ۱۴۰۳
اشرف غنی عامل سقوط افغانستان بود
حسام الدین تالقانی : اشرف غنی عامل سقوط افغانستان بود
حسام الدین تالقانی، نماینده جمعیت اسلامی افغانستان در ایران در مصاحبه ای با رسانه "معمار" اظهار داشت اشرف غنی، رئیس جمهور سابق افغانستان، عامل اصلی سقوط حکومت بود
۳ میاشتی پیش
۱۰:۰۰ - اسد ۲۷, ۱۴۰۳