قزاقستان د افغانستان او منځنۍ اسیا لپاره د تلپاتې پراختیا د مرکز پر جوړولو ټینګار وکړ

قزاقستان د افغانستان او منځنۍ اسیا لپاره د تلپاتې پراختیا د مرکز پر جوړولو ټینګار وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۱ مه غونډه کې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مراد نورتلئو د افغانستان او منځنۍ اسیا لپاره د پایداره پراختیا د مرکز د جوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ. په دې کتنه کې هغه د اقلیم د بدلون له امله رامنځته کېدونکو جدي ننګونو ته اشاره وکړه او ویې ویل د دې سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه افغانستان له سترو چاپیریالي او ټولنیزو ګواښونو سره مخ دی. دقزاقستان دبهرنيو چارو وزير هم له چاپيريال سره دمبارزې په لاره کې دسيمه ييزې همکارۍ په اړتيا باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې د دوامدارې پراختيا موخې يوازې د همکارۍ او همغږۍ له لارې ترلاسه کيداى شي . دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو چارواکو په وار وار په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغېزو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

بیشتر بخوانید:  له ایران څخه افغانستان ته وارداتي برېښنا پرې شوې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x