په خاوره او ژورو کې ریښې

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=105869
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 105869
منتشر شده در 2:16 ب.ظ

اسراییلو په تیرو دوو میاشتو کې د فلسطین او لبنان د مقاومت د ډلو یو شمیر جنرالان او مشران شهیدان کړي دي. شهید سید حسن نصرالله د لبنان د حزب الله د انقلابی غورځنګ عمومی منشی، شهید اسماعیل هنیه، د فلسطیني ادارې پخوانی لومړی وزیر، شهید یحیی سنوار د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر او په لبنان کې د حزب الله جګپوړی قومندان فواد شکر د صهیونیسټانو د وروستیو حملو او وژنو د شهیدانو له مخکښو شخصیتونو څخه وو. د یوې لویې رواني جګړې په ترڅ کې غربي رسنۍ او سیاسي شنونکي دا وژنې د حماس او حزب الله پر ضد “وژونکې او تخریبي ګوزارونه” بولي او د دغو غورځنګو د برخلیک او ناڅرګندې راتلونکې او د مقاومت د جریان د خاموشۍ او تباهۍ او د اسرائیلو د پرېکنده بریا په اړه خبرې کوي. په داسې حال کې چې پورته ذکر شوي غورځنګونه او سازمانونه په ستر اسلامي ملت او د فلسطین او لبنان په ولسونو کې ریښې لري او په هیڅ شخص او اشخاصو تکیه نه کوي چي د یو جنرال په تللو سره کاروان حرکت ونه‌کړي او یا کمزورې شي. تر څو چې ستر اسلامي امت او د فلسطین او لبنان مقاومتي ملتونه ولاړ وي، د حماس او حزب الله غورځنګونه د پخوا په پرتله له غاصبینو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو پر وړاندې به لا ډیر مبارزې ته دوام ورکړي. د تېرو ډېرو تجربو دا خبره ثابته کړې ده او دلته يې يو څو يادوو: شیخ احمد یاسین چې یو ړوند فلسطینی عالم او د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) روحاني پلار و، په غزې تړانګه کې دغه ړوند بوډا او مذهبي مشر د اسرائیلي چورلکو په برید کي په ناحقه په شهادت ورسید. خو د حماس د دغه بنسټ ایښودونکي شهادت نه یوازې د فلسطین اسلامي مقاومت له منځه نه دی وړی او کمزوری کړی دی، بلکې د هغه شهادت د ماشومانو او ځوانو فلسطيني جنګياليو لپاره د رڼا څراغ وګرځېد او له دې پېښې وروسته حماس د مبارزې بيرغ پورته کړ. د فلسطین د اسلامي جهاد تنظیم مشر ډاکټر فتحی الشقاقي د موساد ترهګرو لخوا د «مالتا» په هیواد کې په شهادت ورسید. خو د هغه شهادت د دې سازمان د جنګیالیو هوډ ته کوم زیان ندی اړولی. ډاکټر عبدالعزیز الرنتیسي چې د حماس د غورځنګ یو جګپوړی مشر و، هم د اسرائیلي پوځیانو له خوا په شهادت ورسید. خو د هغه شهادت د حماس د جنګياليو او مجاهدينو په ليکو کې د ګډوډۍ لامل نه شوه. همدا ډول په تېرو دوو میاشتو کې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر او ساحوي مشرانو (شهید اسماعیل هنیه او شهید یحیی سنوار) شهادت به د مبارزې او مقاومت په ډګر کې هیڅ بدلون را نه وړي. ځکه چی اسلامي امت، فلسطيني ملت او د حماس سازمان تر ننه ولاړ دی او په سلهاو هنیه او سنوار به د دوی له نسلونو څخه پیدا شي. په لبنان کې د حزب الله د انقلابي غورځنګ په باره کی هم همداسې ده. د حزب الله د انقلابی غورځنګ دوهم عمومی منشی (شهید سید عباس موسوی) هم د اسرائیلو د الوتکی په توغندی وویشتل شو. خو د عباس موسوي له شهادت وروسته حسن نصرالله د هغه ځای ناستی شو او حزب الله یې په منځني ختیځ او عربي نړۍ کې په یوه زبرځواک بدل کړ او د اسرائیلو پوځ په ۳۳ ورځنۍ جګړه کې له ماتې او ستړیا سره مخامخ کړ. شهید عماد مغنیه (حاجی رضوان) چې د حزب الله جګپوړی قومندان وو او په ۳۳ ورځنۍ جګړه کې د اسرائیلي پوځ د ماتې لامل هم و، هم د موساد ترهګرو لخوا په دمشق کې ووژل شو. خو نن د حزب الله د جنګیالیو او قوماندانانو په لیکو کې په سلګونو (حاجی رضوان) شتون لري چې هر یو یې د صهیونیسټانو خوب خراب کړي دی. د هغه څه په اساس چې وویل شو، د فلسطین او لبنان د مقاومت د سازمانونو د مشرانو او جنرالانو وژل کیدل به د جګړې انډول او د مقاومت او استقرار ستراتیژي بدله نه کړي. د اشغال پر وړاندې مقاومت او د غرب د استکبار پر وړاندې ولاړ یو فکر او ایډیال دی د سیمې د ولسونو او د اسلامي امت په زړونو کې ځای لري او د اشخاصو او شخصیتونو په ګواهۍ سره به د حرکت او مقاومت د جبهې اصولو ته هیڅ ډول تخریب او زیان ونه رسیږي. هرکله چې د مقاومت بیرغ د یوه جنرال له لاس څخه لویږي، لسګونه نور جنرالان به یې پورته کوي. حتی که د (ناممکن انګیرنې له مخې) د امریکا، لویدیځ او اسراییلو مشران د مقاومت په ماتولو کې بریالي شي، د مقاومت او استکبار ضد بیرغ به په ځمکه کې پاتې نشي او نور جنرالان به د مسلمانانو د عزت او ناموس دغه بيرغ د احتراق په لور پورته کوي.

بیشتر بخوانید:  اسلامي امارت په سويډن کې د قرانکریم سوځونه او بې حرمتي په کلکو ټکو وغندله
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
ټول شموله حکومتداري؛
ټول شموله حکومتداري؛د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه حیاتي اړتیا
له-ترهګرۍ-څخه-نیولې-تر-طالبانو-شکایت-پورې
له ترهګرۍ څخه نیولې تر طالبانو شکایت پورې؛ ته ډېر ناوخته پوه شوې، خو لا هم نیمګړې ده!
پاکستان-و-هند
له جهاد څخه تر توغندیو جوړولو پورې؛ د اسلام آباد د نوي دوکې خبرداری
منظم-سانسور؛-د-سیاسي-خپرونو-بندیز-او-د-انحصار-ځواک-پیاوړی-کول
منظم سانسور؛ د سیاسي خپرونو بندیز او د انحصار ځواک پیاوړی کول
مطالب پیشنهادی
آخرین اخبار مهم
خلیلزاد: د طالبانو د مخالفینو غونډه به ډیر ژر په پاکستان کې ترسره شي
۲ ورځې پیش
خلیل‌زاد: نشست مخالفان طالبان به‌زودی در پاکستان برگزار می‌شود
بایرن میونخ د جرمني سوپر کپ په ګټلو سره فصل د ټرافي سره پیل کړ
۲ ورځې پیش
بایرن مونیخ با قهرمانی در سوپرجام آلمان فصل را با جام آغاز کرد
د هرات د برېښنا شبکې د پیاوړتیا لپاره د ۴۱ ملیون ډالرو قراردادونو لاسلیک
۲ ورځې پیش
د محقق له خوا د خلیلزاد سختې نیوکې: ولې تاسو طالبانو ته اجازه ورکوئ او ښځو ته نه؟
۲ ورځې پیش
انتقاد تند محقق از خلیلزاد: چرا طالبان را مجاز می‌دانی و زنان را نه؟
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( یکشنبه د 1404 کال د اسد 26)
۲ ورځې پیش
د بخښنې نړیوال سازمان د افغان کډوالو په وړاندې د جرمني پر پالیسیو سخته نیوکه وکړه
۳ ورځې پیش
سید مسعود کاظمي: خلک د فساد، خیانت او د پردې تر شا معاملو دوامداره قربانیان دي
۳ ورځې پیش
‏سید مسعود کاظمی ‎رهبر ‎حزب اقتدار ملی و رییس تشکیلات ‎شهید کاظمی‎
یو ۹ کلن افغان نابغه ماشوم له ښوونځي پرته یې ۸ ژبې زده کړې
۳ ورځې پیش
کودک نابغه ۹ ساله افغانستانی و آموختن ۸ زبان بدون مکتب
گزارش و مصاحبه
بحران فراگیر خشکسالی در افغانستان؛ تهدید خاموشی که زیرساخت ندارد
در حالی‌که افغانستان با یکی از شدیدترین خشکسالی‌های دهه‌های اخیر مواجه است، نبود زیرساخت‌های مناسب، ضعف در مدیریت منابع طبیعی، و نبود برنامه‌ریزی علمی، این کشور را در برابر بحران آب آسیب‌پذیرتر از هر زمان دیگر کرده است.
۴ اونۍ پیش
7:25 ب.ظ
وطن، نه خاک؛ که باهم بودن است
وطن در واقع همدیگریم، و نه آن شعارهای قدیمی که از تاریخ بیرون کشیده می‌شود. وطن هزاره است، پشتون است، تاجیک است، و همه آن‌ها که درد مشترک دارند و امید به زندگی بهتر.
۴ اونۍ پیش
6:45 ب.ظ
ناگفته‌هایی از علامه سید اسماعیل بلخی
علامه بلخی یکی از برجسته‌ترین چهره‌های مبارزه با استبداد در افغانستان بود. سیّد اسماعیل بلخی در قریهٔ سرپل واقع در ولسوالی بلخاب، ولایت سرپل زاده شد. برخی ولادت وی را در سال ۱۲۹۵، و برخی ۱۲۹۹ (خورشیدی)، گفته‌اند و ۲۴ تیر ۱۳۴۷ ه.ش به شهادت رسید.
۴ اونۍ پیش
6:33 ب.ظ
مصاحبه اختصاصی با سید جعفر سید آبادی، رییس اتباع و مهاجرین خراسان رضوی
مصاحبه اختصاصی با سید جعفر سید آبادی، رییس اتباع و مهاجرین خراسان رضوی
سید جعفر سید آبادی، رئیس اداره اتباع و مهاجرین خارجی خراسان رضوی، در مصاحبه‌ای اختصاصی با خبرگزاری معمار درباره وضعیت مهاجرین و از تلاش‌ها برای خروج عزتمندانه مهاجران و تسهیل ساماندهی آن‌ها سخن گفت.
۱ میاشت پیش
3:15 ب.ظ
هشدار از خاموشی تدریجی رسانه‌ها در افغانستان + ویدیو
وجدانی با اشاره به سرکوب سیستماتیک رسانه‌ها از سوی حکومت طالبان، هشدار داد که افغانستان به‌سوی خاموشی کامل صداهای مستقل پیش می‌رود.
۱ میاشت پیش
8:38 ب.ظ
حکم تاریخی دادگاه لاهه علیه طالبان | عدالت یا بحران جدید؟
بررسی حکم اخیر دادگاه بین‌المللی کیفری (لاهه) درباره صدور حکم بازداشت برای چند تن از رهبران طالبان از جمله هبت‌الله آخندزاده
۱ میاشت پیش
8:42 ب.ظ