د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف ته یو لیک استولی چې د بریکس په راتلونکې غونډه کې یې د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالغني برادر د حضور غوښتنه کړې ده. په رالېږل شوي لیک کې طالبانو د بریکس له غړو هېوادونو سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او په دې غونډه کې یې ګډون له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د لا پراخېدو لپاره مهم ګام بللی دی. روسیې اعلان وکړ چې راتلونکې غونډه به په دریو مهمو برخو کې د همکاریو پر پراختیا تمرکز وکړي: سیاسي، امنیتي، اقتصادي، مالي او کلتوري.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10563
۳ میاشتی پیش
شماره خبر 10563
منتشر شده در 2:07 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email