د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما د دفتر مشرې روزا اوتونبایوا د طالبانو د کلتور وزارت له مرستیال عتیق الله عزیزي سره وکتل. هغه د دې په ټینګار سره چې سواد په افغانستان کې یوه مهمه او حیاتي موضوع ده، په افغانستان کې د لوستلو د ودې لپاره د ملي کمپاین د پیل اعلان وکړ. په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو استازي په افغانستان کې د پوهنې او سواد زده کړې پر رول ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې تر پنځو میلیونو ډېر ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=105584
۱ میاشت پیش
شماره خبر 105584
منتشر شده در ۱۵:۳۲ - میزان ۳۰, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email