د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ايران د مهاجرت د ملي ادارې مشر مبيني د اسيا او ارام سمندر په چارو کښې د ملګرو ملتو د عالي کميشنرۍ له سيمه ايز مشر هایکيونګ جون سره په کتنه کښې د مهاجرو په برخه کښې د همکارۍ په هکله خبرې اترې وکړې. په دې کتنه کې چې دپوهنې وزارت دبهرنيو چارو او په بهر کې دښوونځيو دمرکز رييس ډاکتر طباطبايي او د روغتیا او طبي زده کړو وزارت د ساري ناروغیو د مدیریت د مرکز اجرایوي مرستیال ډاکټر ګل محمدي هم شتون درلود. هغه د کډوالو د ملاتړ او خپل هېواد ته د هغوی د راستنېدو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر اړتیا ټینګار وکړ.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10554
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 10554
منتشر شده در ۱۲:۳۴ - میزان ۲, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email