د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال اعلان وکړ چې په تېرو دوو کلونو کې د سوالګرو د راټولولو کمېټې د هېواد له ۱۰ ولایتونو څخه ۶۲۱۹۳ سوالګر راټول کړي دي. د طالبانو د وزارت اقتصادي مرستیال زیاته کړه، چې له دې ډلې ۳۱ زره ۱۲۶ تنه مسلکي سوالګر او ۲۷ زره ۷۱۵ نور یې مستحق پیژندل شوي دي. د سرچينې په وينا، پاتې راټول شوي سوالګر بې کوره ماشومان او په نشه يي توکو روږدي دي. د يادونې وړ ده، چې اوس هم په کابل او نورو ولايتونو کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان سوالګري کوي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=105467
۹ میاشتی پیش
شماره خبر 105467
منتشر شده در 5:20 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط