روسیې طالبانو ته د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه

روسیې طالبانو ته د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې روسیې د دغه وزارت مشر ته په رسمي ډول د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده. دغه بلنه د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د روسیې فدراسیون له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره د لیدنې پر مهال کړې ده. په دې کتنه کې د روسیې سفیر له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او د طالبانو پلاوي ته یې د دغه هېواد په کوربه توب په ټولو سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې د ګډون بلنه ورکړه. د مسکو فارمټ غونډه یو دیپلوماتیک پلیټ فارم دی چې موخه یې د افغانستان پر وضعیت خبرې کول او د دغه هېواد لپاره د سیاسي حل لارې موندل دي.

بیشتر بخوانید:  د امر بالمعروف وزارت او د ښځینه آرایشګاهو د فعالیت منع کول
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x