په افغانستان کې د بې وزلۍ د نړیوال شاخص او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د ګډ راپور له مخې، په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې له دوه پر درېیمه برخه نفوس (شاوخوا ۶۴.۹٪) په مطلق بې وزلۍ کې وو. د تېرو کلونو په پرتله دغه زیاتوالی په دغه هېواد کې د اقتصادي او ټولنیز کړکېچ د لا خرابېدو څرګندونه کوي. وروسته له هغه چې طالبانو واک واخیست، محدودیتونو او د نړیوالو مرستو کمولو په افغانستان کې د کورنۍ اقتصاد د پام وړ کمزوری کړ. په افغانستان کې د بې وزلۍ دغه زیاتوالی د میلیونونو خلکو پر ژوند د اغېزمنېدو سربېره په سیمه کې د بې ثباتۍ او ټولنیزې کړکېچ د زیاتېدو لامل کېدای شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=105101
۱ میاشت پیش
شماره خبر 105101
منتشر شده در ۱۲:۱۶ - میزان ۲۶, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email