د ایران د ساترا موسسې مشر د «رصتا» د نندارتون په څنډه کې دا اعلان وکړ چی افغان مهاجرین لکه د ایراني اتباعو په څیر کولای شي د دغه نندارتون د لیدونکو لپاره د درې میلیونه ریالونو ډالۍ ترلاسه کړي. مقیسه وويل، چې غوښتونکي کولاى شي د نندارتون په ورځو کې د ساترا رسنيز خدمتونو مرکز ته چې په نندارتون کې موقعيت لري، مراجعه وکړي او په یاد ولرئ چې د ډالۍ کریډیټ ترلاسه کولو لپاره، دا اړینه ده چې د پیژندنې اسناد راوړي. هغه زياته کړه چې دغه کريډټ هر کس ته يو ځل ورکول کېږي او يوازې د نندارتون پر مهال د اعتبار وړ دی. د رصتا نندارتون د سنبلې له ۲۶مې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې د څلورو ورځو لپاره پرانيستی دی او په دې موده کې د افغان غرفې هم ډېر وي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10473
۷ میاشتی پیش
شماره خبر 10473
منتشر شده در 3:49 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email