د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د سرپرست حکومت دامر بالمعروف د وزارت ویاند سیف خیبر اعلان کړی دی چی په رسنیو کې د ژوندیو مخلوقاتو د انځورونو د خپرولو د منع قانون به په تدریجي ډول پلي شي. دا هڅې په ځینو ولایتونو کې پیل شوي او په تدریجي ډول به په ټول افغانستان کې پلي شي. په دې قانون کې د ژوندیو انځورونو خپرول او نور احکام لکه د اسلامي قوانینو سرغړونه او اسلام ته سپکاوی شامل دی. دا هم سپارښتنه کیږي چې ښاریان دې په خپلو شخصي تلیفونونو کې د ژوندیو مخلوقاتو عکسونو اخیستو یا لیدو څخه ډډه وکړي. په ځينو ولايتونو کې د دغه قانون د پلي کېدو هڅې پيل شوې، خو په نورو کې نه دي شوي.
د طالبانو لخوا په رسنیو کې د ژوندیو مخلوقاتو د انځورونو خپرول منع دي
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=104701
۱ ورځ پیش
شماره خبر 104701
منتشر شده در ۱۴:۰۸ - میزان ۲۴, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email