د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبان یو ځل بیا د شانګهای د همکارۍ سازمان په راتلونکې غونډه کې چې ټاکل شوې د اکتوبر په ۱۵مه په پاکستان کې جوړ شي، له ګډون څخه منع شول. د پاکستان ورځپاڼې د راپور له مخې، افغانستان به د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د څو کلونو د فعالیت د نشتوالي او د پاکستان د نه بلنې له امله ګډون ونه کړي. د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډه به د اکتوبر په ۱۵مه او ۱۶مه په اسلام اباد کې د غړو او څارونکو هېوادونو د شاوخوا ۲۰۰ دیپلوماتانو په حضور کې جوړه شي. د دې لامل د طالبانو د حکومت له خوا د شانګهای د همکارۍ سازمان د تړون د ډېرو مادو نه منل دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=104415
۱ میاشت پیش
شماره خبر 104415
منتشر شده در ۱۴:۵۲ - میزان ۲۲, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email