د برېښنا شرکت: افغانستان لږ تر لږه ۵ زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري

د برېښنا شرکت: افغانستان لږ تر لږه ۵ زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري

د معمار پرس د خبر له مخې: د برېښنا شرکت عمومي رئیس عبدالباري عمر رسنیو ته وویل چې افغانستان لږ تر لږه پنځه زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري. ښاغلي عمر زیاته کړه چې اوسمهال په هېواد کې ۹۶۰ میګاواټه برېښنا شته چې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ مېګاواټه یې له کورنیو سرچینو تولیدېږي. د برېښنا شرکت مشر وویل، د انرژۍ په تولید کې د ځان بسیاینې لپاره وخت او پانګونې ته اړتیا ده. د برېښنا شرکت مشر وايي، د ترکیې، چین، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون بېلابېل هېوادونه لېواله دي چې په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

بیشتر بخوانید:  د چذابی پوله د افغان زیارت کوونکو لپاره یوازینۍ د ننوتلو او وتلو پوله ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه