ذبیح الله مجاهد: د ډله ییزو رسنیو قانون به ډېر ژر نافذ شي

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د طالبانو د حکومت ویاند وايي، د پخواني حکومت د ډله ییزو رسنیو قانون د دغې ډلې د حکومت له خوا تعدیل شوی او د تصویب لپاره د طالبانو مشر ته استول شوی دی. مجاهد په دوام وویل چې د دوی د واکمنۍ په یو کال کې د هیڅ رسنۍ د فعالیت مخه نه ده نیول شوې.

ذبیح الله مجاهد نن ملت ته د حکومت د حساب ورکونې په پروګرام کې وویل، چې په دیني او فرهنګي برخو کې ځینې اصلاحات راغلي دي.
مجاهد زياته کړه، چې د طالبانو د مشر له خوا د ډله ييزو رسنيو د قانون له تصويب وروسته به دغه قانون عملي شي.

دا مهال په افغانستان کې ۲۱۹ رسنۍ فعالیت کوي او زیاتوي چې ناقانونه خپرونې ۹۵ سلنه کمې شوي دي.

د دغه وزارت د نشراتو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي وايي، هغه کتابونه چې الحاد خپروي پیژندل شوي.

د طالبانو ویاند هم د ځینو کتابونو پلور منع اعلان کړی دی.

د هغه په ​​وينا، هغه کتابونه چې له ديني ارزښتونو او ملي ګټو سره په ټکر کې وي، خپرېدل يې منع دي.

له دې وړاندې بې پولې خبريالانو سازمان ويلي وو، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته د ۵۴۷ رسنيو له ډلې د ۲۱۹ رسنيو فعاليتونه بند شوي دي.

بیشتر بخوانید:  د اسرائیلي اشغالګرو لخوا د مسجد الاقصی د بې حرمتۍ په اړه د افغانستان د اسلامي امارت اعلامیه

د بیان د ازادۍ د شاخص له مخې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له ۱۲۲م څخه ۱۵۶م ته راښکته شوی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x