په کابل کې د روسیې سفارت اعلان وکړ چې خپل قونسلګري خدمات ځنډوي

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ په کابل کې د روسيې سفارت تېره شپه (د سنبلې ١٤مه) په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې په موقت ډول د قونسلګرۍ خدمات بندوي.

دغه سفارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون دوشنبه یوه ځانمرګي بریدګر د روسیې د سفارت د دروازې مخې ته ځان والوزاوه.

په دې پېښه کې دوه روسي ډيپلوماتان ووژل شول.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد زدران وايي، په دې پېښه کې ۶ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

خو؛ ځینو نورو خبري سرچینو ویلي، چې په دې پېښه کې ۸ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو د کورنیو چارو وزیر: نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د خبرو لاره غوره کړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x