د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه مرکه کې ویلي، چې په ځینو هېوادونو کې له افغانانو سره د چلند نمونه ناسمه ده. هغه ټینګار وکړ چې دوی غواړي د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او هغوی وهڅوي چې افغانستان ته ستانه شي. مجاهد زیاته کړه: تېر کال یو زیات شمېر افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي او موږ هڅه کوو چې دغه بهیر اسانه کړو. هغه د حقه مسئلې په اړه وویل: دا مسله په هیڅ صورت د اختلاف وړ نه ده. په تېرو کلونو کې موږ د اوبو له کمښت سره مخ وو، خو سږ کال کله چې ډېر بارانونه وشول، ایران ته د اوبو حق ورکړل شو. د طالبانو ویاند دا هم ویلي چې داعش په افغانستان کې همغږې اډې نه لري او نه یې هم غړي استخداموي. افغان امنیتي ځواکونه په دوامداره توګه د دغې ډلې څارنه کوي. په پاى کې يې ټينګار وکړ چې له افغانستان څخه به ګاونډيو او نورو هېوادونو ته کوم ګواښ متوجه نه وي او دا موضوع لا هم زموږ تر ټينګار لاندې ده.

- 43
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10376
- کې خپور شو 12:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 10376
- September 11, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10376
- کې خپور شو 12:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 10376
- September 11, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 12:20 - September 11, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



