د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبدالکبیر د عینک د مسو د قراردادي شرکت له مشر سره په کتنه کې د دغه ستر کان د استخراج د بهیر د چټکتیا غوښتنه وکړه. هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت به له چینایي شرکت سره هر ډول همکاري وکړي او دغه پروژه به ژر تر ژره پیل کړي. له بلې خوا د عینک د مسو د قراردادي شرکت مشر هم د دغه کان د عملي کار د ژر پیل اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې د طالبانو د حکومت په جوړېدو سره د دغې پروژې پر وړاندې ډېر خنډونه لرې شول.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=103725
۱ میاشت پیش
شماره خبر 103725
منتشر شده در ۱۵:۵۶ - میزان ۱۸, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email