د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د لومړي وزير د دفتر مشر ملا عبدالواسع دغه څرګندونې د کانونو په برخه کې د ترکي خصوصي شرکتونو له مسوولينو او د دغه هېواد د پوهنتونونو له يو شمېر استادانو سره په کتنه کې وکړې چی د دې ډلې حکومت په افغانستان کې د بیارغونې او پانګونې لپاره غوره شرایط برابر کړي دي. د طالبانو د لومړي مرستیال د دفتر مشر هم دا خبره کړې ده چی د دغې ډلې حکومت له پانګوالو سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی او له هغوی یې غوښتي چې په افغانستان کې له لېوالتیا سره پانګونه وکړي. دغه راز په دې کتنه کې د ترکي شرکتونو مسوولينو له طالبانو سره د همکاريو د قدردانۍ په ترڅ کې ترکيه او افغانستان دوه تاريخي اړيکې لرونکي هېوادونه وبلل او ويې ويل چې د هغه هېواد خصوصي شرکتونه چې د کانونو په برخه کې فعال دي، لېواله دي چې د افغانستان د کانونو د څېړنې، اکتشاف او استخراج په برخه کې له کابل سره همکاري وکړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=103689
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 103689
منتشر شده در ۱۶:۱۳ - میزان ۱۸, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email