د معمار پرس د خبر له مخې: د قرغزستان لومړي وزیر عقیل بیگ جباروف اعلان وکړ چې هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر ښه کولو تمرکز کوي. د قرغزستان د احصایې د ملي ادارې د راپور له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۳۳،۶ سلنه کمه شوې ده. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د تېر کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه له ١٣،٢ ميليونو ډالرو ډېره وه، خو د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې له ٨،٧ ميلياردو ډالرو څخه ډېره راټيټه شوې ده.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10310
۳ میاشتی پیش
شماره خبر 10310
منتشر شده در ۱۶:۱۰ - سنبله ۱۸, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email