د معمار پرس د خبر له مخې؛ باخبره او باوري سرچینې وايي چې د بریتانیا حکومت امر کړی چې په لندن کې دې د افغانستان سفارت وتړي او طالبانو ته دې ونه سپاري. ډیپلوماتیکو سرچینو تایید کړې چې د بریتانیا حکومت په لندن کې د افغانستان سفارت له ډیپلوماټانو غوښتي چې د سپټمبر تر پایه دغه سفارت وسپاري. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د بريتانيا حکومت ويلي چې چمتو نه دى په لندن کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاري. د برتانیا حکومت هم له افغان دیپلوماتانو غوښتي چې له هېواده ووځي او یا هم د سیاسي پناه غوښتنه وکړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10292
۳ میاشتی پیش
شماره خبر 10292
منتشر شده در ۱۱:۳۲ - سنبله ۱۸, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email