د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي د افغانستان او پاکستان تر منځ د «تاد» سند لاسلیک اعلان کړ او وویل چی د دغه سند په لاسلیک سره د صادراتو او وارداتو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترانسپورتي ستونزې هوارې شوې. د طالبانو د ترانسپورت وزارت ویاند د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو لپاره له افغانستان څخه ۶۰۰ بار وړونکو او له پاکستان څخه ۲۵۰ لارۍ بار وړونکو موټرو ته د ۶ میاشتو لپاره د جواز ورکولو اعلان وکړ او وویل چی دا لارۍ کولی شي ټولو ښارونو ته انتقال کړي. د يادونې وړ ده، چې د دې ستونزې په هواري سره به د افغان سوداګرو سوداګريز کاروان چې د تورخم په دروازه کې بند پاتې وو، کولای شی چی پاکستان ته ولاړ شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10252
۴ میاشتی پیش
شماره خبر 10252
منتشر شده در 12:01 ق.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email